ولسمشر کرزي به له چیني چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي

جمهور ریس حامد کرزی نن د چین د ولسمشر "شي جې پینګ" او د دې هیواد د صدراعظم سره د افغانستان د سولې پر پروسه، د ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیت پر څرنګوالي او د اقتصادي ودې لپاره د چین پر همکاریو خبرې کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي نن ازادي راډیو ته په "اېس. اېم. اس." (ټلفوني پیغام) کې وویل چې؛ ولسمشر کرزی به د چین څخه وغواړي چې پر پاکستان د خپل نفوذ څخه کار واخلي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د اسلام اباد د همکارۍ د زیاتیدو لپاره فشار راولي.

دواړه لوري به په افغانستان کې د چین د پانګونې او د دې هیواد د اقتصادي پروژو د پراختیا په اړه هم وغیږیږي.