د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي؛ د دوی له معلوماتو سره سم د هرات ولایت د محبس د زندانیانو غوښتنې پر ځای او قانوني دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمېشنر عبدالرحمن هوتک آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د هرات په زندان کې د مستحقو او غیرمستحقو بندیانو د غوښتونو توپیر وشي.
د هرات زندان سلګونه بندیانو له پنځو ورځو راهیسې د دې زندان د مسوولو چارواکو د ناوړه چلند او د خپلو اړوندو دوسیو د نه څیړلو په وړاندې د اعتراض لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي؛ د دې زندانیانو د اعتصاب د پای ته رسیدو لپاره هڅې دوام لري.