د ناټو عمومي منشي پر افغان حکومت غږ کړی چې؛ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات په عادلانه ډول ترسره کړي.
د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ راسموسن په خپله ټویټر پاڼه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره د خپلې کتنې جزییات په لنډیز سره خپاره کړي دي. راسموسن رسول ته ویلي چې، افغان حکومت باید د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې انتخابات په شفاف او عادلانه ډول او د ټولو اړخونو په ګډون ترسره کړي.
راسموسن همداراز له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې؛ په هېواد کې د بشري حقونو ساتنه او له فساد سره مبارزه وکړي.
د ناټو عمومي منشي زیاتوي چې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې، هغو ته د سلامشورو او مرستو په برخه کې د آیسف د ماموریت په اړه هم خبرې وکړې.