یوه نوي سیاسي بهیر په انتخاباتو کې د ګډون په هدف خپل موجودیت اعلان کړ

نن په افغانستان کې یوه نوي سیاسي بهیر په انتخاباتو کې د ګډون په هدف خپل موجودیت اعلان کړ.

د افغانستان د بدلون حرکت په نوم د دې بهیر مشري د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي کوي.

نوموړې د دې بهیر د پرانیستلو په مهال وویل هڅه کوي چې ددې سیاسي حرکت له لارې د ولسشمرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي:

(د افغانستان د بدلون حرکت دې ته هوډمن دی چې نه یواځې د افغانستان انتخاباتو ته بلکې د اوږد مهاله سیاستونو په خپلولو سره نن ورځ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بنسټ کیږدي. )

له دې مخکې هم په انتخاباتو کې د ګډون په هدف د مهمو سیاسي څیرو په شمول ځینې ډلې رامنځته شوي دي.

تمه ده د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د 1393 کال د حمل په میاشت کې وشي.