حامد کرزی د اروپا ـ اسیا په اقتصادي غونډه کې ترګډون وروسته بیجینګ ته ورسید

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د اروپا ـ آسیا په اقتصادي غونډه کې تر ګډون وروسته د چین له شانشي ولایت څخه مرکز بیجینګ ته ورسید.

ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي تمه ده ښاغلی کرزی سبا ته د چین له ولسشمر شي جین پینګ او صدراعظم لي کیکیانګ سره وګوري.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې پر سیاسي، اقتصادي، پوځي، فرهنګي، د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو مسایلو پر سر خبرې وکړي.