یو امریکایي تبعه افغان طالبانو سره د همکاری په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو

یو امریکایي تبعه چې؛ په عراق کې یي د امریکا پوځ ته د ترجمان په توګه کار کاوه، افغان طالبانو ته د الوتکۍ ضد توغندیو او نورو پوځي وسایلو د برابرولو په دسیسه کې د لاس لرلو په خاطر په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

الوارپوریان چې په خټه ایرانی کورد دی پرون د نیویارک په فدرالي محکمه کې ورته دغه سزا واورول شوه. نوموړي په تیره اګست میاشت کې مجرم پیژندل شوی و.

پوریان د تیری فبروری په میاشت کې د رومانیا په مرکز بخارست کې نیول شوی و.

څارنوالانو وویل چې؛ ده او یوه بل تورن کس اعتراف کړی و چې په ګانا، اکراین او رومانیا کې یي د کتنو په ترڅ کې هغو کسانو چې ځانونه یي د طالبانو استازي بلل د میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې برابرولې.

د طالبانو دغه استازي په حقیقت کې د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې اجنټان وول.