د امريکا متحدو ايالتونو، چې د نړۍ د متعارفو يا مروجو وسلو تر ټولو لوي صادروونکي هيواد دي، د وسلو د سوداګرۍ نړيوال تړون لاسليک کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون /چهارشنبه/ د ملګروملتو په مرکز نيويارک کې په يو لړ مراسمو کې دا نړيوال تړون لاسليک کړ.
د امريکا له لوري د دغه تړون لاسليکېدا د مروجو وسلو د سوداګرۍ د د تړون لپاره کليدي ګڼل کېږي.
د مروجو يا متعارفو وسلو د سوداګرۍ ارزښت د کال ملياردونو ډالرو ته رسېږي.
د بخښنې د نړيوالې ټولنې سرمنشي سليل شيتي وويل چې پر دې تړون د امريکا لاسليک د وسلو د خپرېدو د مخنيوي لپاره، چې له کبله يې زور زياتي او سرغړونې کېږي، خورا زيات اهميت لري.
د امريکا د حکومت موافقه د دغه هيواد د کانګريس تصويبېدو ته اړتيا لري.