په داغستان کې يو جګپوړی قاضي په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو

د روسيې د شمالي قفقاز په داغستان جمهوريت کې يو جګپوړي قاضي له خپل زوي سره په يوه وسله وال بريد کې له ټپي کېدو وروسته ووژل شو.

د داغستان د سترې محکمې قاضي مختار شافي يف اود هغه زوي پرون هغه مهال وويشتل شول چې وسله والو کسانو د داغستان په مرکز مخاچ کلا کې د دوي پر موټر ډزې وکړې.

دوي له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

دا په څه کم يو کال کې دوهم ځل دي چې د داغستان د سترې محکمې پر قاضيانو بريد کېږي.