چارواکي: د سمنګان او مزار پر لویه لاره ټرافیکي پیښې نهه مسافر وژلي دي

چارواکي وایې، د سمنګان او مزار پر لویه لاره په یوې ترافیکي پيښه کې نهه مسافر مړه او اته تنه ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ دامنیت آمر مصدق الله مظفري آزادي راډیو ته وویل، چې دا پيښه ننه له غرمې وروسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې؛ یو شمېر مسافر د واده د مراسمو لپاره مزارشریف ته روان وه چې فلینکوچ ډوله موټر یې له بل موټر سره ټکرشو.

د دې پیښې علت د موټرچلوونکي بی احتیاطي بلل شوي دي.