منموهن سنګ به د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره وګوري

د هند صدراعظم منموهن سنګ تائید کړه چې؛ د روانې اوونۍ په پاي کې به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنګ کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره وګوري.

سنګ، نیویارک ته له روانیدو مخکې په یوه بیان کې وویل، د ګاونډیو هېوادونو پاکستان، بنګله دیش او نیپال له مشرانو سره کتنو او غونډو ته سترګې په لار دی.

څیړونکي وایي، د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د منموهن سنګ کتنه د هند او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو هیلې زیاتوي.

نوازشریف له هند سره د اړیکو ښه کولو لیوالتیا ښودلې، خو په کشمېر کې د کنترول د کرښې په اوږدو کې وروستیو شخړو او نښتود پرمختګونو په اړه شکونه رامنځ ته کړي دي.

په اګست میاشت کې په سیمه کې پنځه هندي عسکر وژل شوي وو او نوي ډهلې یي پړه د پاکستان په پوځ اچولې وه. اسلام اباد د حملې مسولیت نه دی منلی.