د احمدشاه بابا کور دې په میوزیم بدل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې؛ د لوی امپراطور احمد شاه بابا د کور د استملاک کارونه روان دي او ډیر ژر به دولت ته وسپارل شي. بل خوا د کندهار فرهنګیان او لیکوال وايي، د احمد شاه بابا کور دې تر استملاک وروسته په موزیم بدل شي. تر څو د دغه سترې او لرغوني تاریخي ابدې درنښت نورهم زیات شي. په تیرو کلونو کې د دولت او خلکو د نه پاملرني په وجه د احمدشاه بابا د کور شاوخوا سیمې لاندې شوي او مارکیټونو پر ې جوړ شوي دي.