حامد کرزی د چین په بلنه په څلور ورځني سفر نن بیجنګ ته روان شو

ولسمشر حامد کرزی د چین د جمهور رییس په بلنه په څلور ورځني سفر نن بیجنګ ته روان شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پانه وایې، چې له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د کانونو او پټرولیم وزیر وحید الله شهراني، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي او یو شمیر نور دولتي مسولین ملګري دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلی کرزی به له چینایې چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنګي مسایلوخبري وکړي.

د جمهور رییس کرزي ویاند ایمل فیضي پرون خبریالانو ته وویل چې، ولسمشر حامد کرزی به له چینایي چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د پاکستان پر ونډې هم خبرې وکړي.

دغه راز جمهور رییس کرزی به په چین کې د اروپا او آسیا په اقتصادي کنفرانس کې هم برخه واخلي.