ولسمشر حامد کرزی به نن چین ته څلور ورځنی سفر پیل کړي

ټاکل شوې ده چې؛ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن چین ته څلور ورځنی سفر پیل کړي.

د دې سفر په اړه د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل، له چینایي چارواکو سره به په اقتصادي او پوځي برخو کې د همکارۍ سربیره، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د پاکستان پر ونډې خبرې وشي:

په ۱۹۴۷ م کال کې چې کله پاکستان تاسیس شو، چین لومړی هیواد و چې پاکستان یې په رسمیت وپیژانده او د اسلام اباد او پیکنګ اړیکي تودې دي.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه هم جوړه شي، تر اوسه د دې غونډې نیټه رسما نه ده اعلان شوې.