امریکایي چارواکي وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر به هغه تاریخي تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې په نړۍ کې د اویا میلیارډو ډالرو په ارزښت د وسلو سوداګري تنظیمیږي.
ویل کیږي چې؛ جان کري به دغه تړون روانه اونۍ د ملګرو ملتو په عمومي غونډې کې په نیویارک کې لاسلیک کړي.
ځینو امریکایي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وویل، دغه تړون به نن چهارشنبې لاسلیک شي.
د کانګرس یو شمیر غړي له دې تړون سره مخالفت کوي.
امریکا په نړۍ کې تر بل هر هیواد ډیره وسله صادروي. دغه تړون د روان کال په اپریل کې د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې تصویب شو.
د نړۍ د وسلو یو شمیر سترو صادرونکو هیوادو لکه روسیې او چین د ملګرو ملتو دغه تړون نه دی لاسلیک کړي.