ټاکل شوې جمهور رییس حامد کرزي چین ته په یوه څلور ورځني سفر ولاړ شي.
د جمهور ریاست چارواکي وايي چې؛ په دې سفر کې به له چینايي چارواکو سره په سیاسي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو خبرې وشي.
د جمهوري رییس ویاند ایمل فیضي وايي چې؛ په دې سفر کې به د سولې په پروسه کې د پاکستان په همکارۍ هم له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.
په دې سفر کې له ولسمشر سره د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي ملګري دي.
د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې؛ د جمهوري رییس حامد کرزي په مشرۍ افغان پلاوی به له چینايي چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د نړیوالو ځواکونو د حضور او د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې په برخه کې د چین په همکاریو خبرې وکړي.
دا درې ورځنی سفر د روانې میلادي میاشتې په پنځه ویشتمه پیلیږي.
د جمهوري رییس ویاند ایمل فیضي وویل، له چین سره د ستراتیژیکو همکاریو د موجودې اعلامیې له مخې به له چین څخه وغوښتل شي چې د افغان ځواکونو په روزنه او پوځي تجهیز کې همکاري وکړي:
"د ستراتیژیکو همکاریو د همدې ګډې اعلامیې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ موجودې دي، ځینې افغان پوځي محصلین هلته زده کړې کوي، ددې همکاریو په پراختیا به ټینګار وشي، دا چې زموږ د امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې چين څومره موافق دی اوپه دې راتلونکي سفر کې به په دې اړه زموږ غوښتنه څه وي، په دې اړه زه ډیر جزیات نه ورکوم، ځکه په دې خبرې کیږي او که دواړه خواوې وغواړي چې خبره دې مطبوعاتي شي، بیا به یې یقینً ستاسو سره شریکه کړو."
افغانستان او چین تیر کال د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه.
ښاغلي فیضي وویل چې؛ اوس هر کال شاوخوا اویا افغان پوځي محصلین په چین کې لوړې زده کړې کوي او چین اماده دی چې دا شمیر دوه نیم سوو ته ورسوي.
په دې سفر کې به د افغان او چینايي چارواکو ترمنځ درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.
دا له افغانستان سره د چین د دوه سوو ملیونو ینو مرستې، د کابل پوهنتون او د چین د شیان پوهنتون ترمنځ د همکاریو په اړه تفاهم لیکونه او د زندانیانو د استرداد په اړه موافقه لیک دی.
چین په افغانستان کې تر ټولو لویه پانګونه وکړې، چې د مس عینک د کان او په شمال کې د تیلو د استخراج یو قرارداد یې ترلاسه کړی.
د جمهوري ریاست د چارواکو په وینا چین ته په سفر کې به جمهور رییس کرزی له چینايي چارواکو وغواړي چې د عینکو د مس د کان د استخراج کار، چې په دې وروستیو کې ټکنی شوی، ګړندی کړي.
د جمهوري ریاست وياند وایي چې له چینايي چارواکو سره به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د امریکا د پوځي حضور په اړه هم خبرې وشي.
د ایمل فیضي په وینا افغان چارواکي به په دې سفر کې له چین څخه وغواړي چې پر پاکستان د خپل نفوذ څخه په استفادې دا هیواد دد افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري ته وهڅوي.
ښاغلي فیضي وویل، د دې لپاره چې چین پاکستان په افغانستان کې د سولې له پروسې او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکارۍ ته وهڅوي د دریو واړو هیوادونو ترمنځ تراوسه دوه درې اړخیزې غونډې هم شوي دي. د نوموړي په وینا د افغانستان، چین او پاکستان دریمه درې اړخیزه غونډه په کابل کې وشي، خو نیټه یې ونه ښوده.
ځینې کتوونکي وايي چې؛ له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته چې له افغانستان څخه بهرني محارب ځواکونه وتلي وي، په افغانستان کې به د چین رول پیاوړی شي.