د افغانستان د وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې؛ د راتلونکي دوشنبې په ورځ د تلې یا میزان په اتمه د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کال د قربانیانو نمانځنه وشي.
د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې د هېواد ملي بیرغ دې په هېواد کې دننه او بهر نیم ځوړند وي.
تېره اونۍ د هالنډ لویې څارنوالۍ د هغو پنځه زرو کسانو د نومونو فهرست خپور کړ چې د کمونیستي نظام د واکمنۍ په پیل کې وژل له رژیم سره د مخالفت په تور شوي دي. د دې فهرست له خپرېدو یوه اونۍ وروسته دا د افغان حکومت لومړی رسمي غبرګون دی.