د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وسایلو نړېوال نندارتون پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وسایلو نړېوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزارت په نوښت پرانستل شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، په دې نندارتون کې د نړۍ څو پیژندل شوو تولیدي کمپنیو خپل بریښنایي وسایل نندارې ته ایښي دي.