د هلمند چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
د هلمند والي محمد نعیم بلوڅ ویلي، که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او 2014 م کال په اړه بهرنیو رسنیو منفي تبلیغات نه خپرولای، ښايي زرګونو وسله والو مخالفینو له جګړې لاس اخیستی وای.
ښاغلی بلوڅ وايي، منفي راپورونو پر دې بهیر بد اغېز کړی دی.
سیمه ایز چارواکي وایی چې په افغانستان کي د سولي د عالي شورا له جوړېدو را هیسې په هلمند کي شا اوخوا 200 تنه وسله وال مخالفین د سولي له بهیر سره یو ځای سوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي کسان د دوی ملګري نه دي.