د اتو شمالي ولایتونو په زندانونو کې د ځینو بندیانو برخلیک

په افغانستان کې یو غیر دولتي حقوقي بنیاد وایي، د اته شمالي ولایتونو په زندانونو کې داسې بندیان هم شته چې د جرم په نسبت په زیاته سزا محکوم شوي دي.

د« عدالت لپاره مدني او حقوقي بنیاد » مسوولینو ویل، د ځینو بندیانو دوسیي هم ځنډول شوي دي.

دوي د دوشنبې په کابل کې د څرخي پله په زندان کې هم د زندانیانو د ستونزو په اړه خپلې څیړنې پيل کړي.

د کورنیو چارو وزارت مسئولینو وویل، د دسپلین په پام کې نیولو سره هڅه کوي چې؛ د بندیانو هر ډول ستونزې حل کړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور