سرپل: یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه وسله والو مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکوي

د سرپل د کوسفندي ولسوالۍ امنیتي مسولین ادعا کوي، چې یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه وسله والو مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکوي.

د دې ولسوالۍ یوه امنیتي مسول د نوم د نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل، چې دا وسله د دې ولایت د مرکز له ډيپوګانو څخه وسله والو مخالفینو ته ورکول کیږي.

د سرپل امنیه قومندان عبدالروف تاج له آزادي راډيو سره په مرکه کې دا خبر نه رد او نه هم تاید کړ. خو ویې ویل چې مخکې دا کار کیده ولې اوس کم شوی دی.