ولسي جرګه: تر یوې اونۍ پورې به د غاصبینو لسټ خپور شي

د حکومت په اعمالو د ولسي جرګې د څار ځانګړی کمیسیون وایې، چې تر یوې اونۍ پورې به په افغانستان کې د دولتي او غیردولتي ځمکو د غاصبینو لسټ خپور کړي.

د دې کمیسیون یوه غړي شیر ولي وردک نن د دې جرګې غونډي ته وویل، چې تر اوسه شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه جریبه ځمکه د څه باندي پینځلس زره کسانو لخوا په بیلابیلو سیمو کې غصب شوې ده.

په ورته وخت کې ولسي جرګې نن د دولتي او غیر دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي قانون په درو فصلونو او اولسو مادو کې تصویب کړ.