نن په ټول پاکستان کې عیسویانو لاریونونه پیل کړي

قهرجنو لاریونکونکو په پيښور کې د پرونۍ حملې د غندلو لپاره د دې هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې لارې او سرکونه بند کړي دي .

پرونۍ حمله په پاکستان کې د مسیحیانو پر ضد تر ټولو خونړۍ بلل کیږي.

د دې حملې مسولیت د پاکستاني طالبانو ډلې (جنود حفصه) اخیستي او وايي چې دا کار یې په قبایلو کې د القاعده او طالبانو پر وسله والو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو په ځواب کې کړې ده .

د پاکستان د یو سل او اتیا ملیونه وګړو یوازې دوه فیصده مسیحیان دي.