د افغان او بهرنیو ځواکونو یاد غونډه

Your browser doesn’t support HTML5

د یکشنبې په ورځ جنرال جوزیف ډانفورډ په افغانستان کې د هغو افغان او بهرنیو ځواکونو په یاد غونډه کې چې په دې هېواد کې وژل شوي، یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي، چې له دې هېواد څخه د خپلې ځالي په توګه کار واخلي. بل خوا د افغانستان د دفاع وزیر وایي، چې په دې هېواد کې د څو کالو لاسته راوړنې د هغو افغان او بهرنیو سرتیرو د قربانیو نتیجه ده، چې دلته وژل شوي دي. د افغان او نړېوالو ځواکونو چارواکو په افغانستان کې د هغو کورنیو او بهرنیو ځواکونو یاد غونډه جوړه کړه، چې په دې هېواد کې په تیرو 12 کالو کې وژل شوي دي. په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لوی قومندان د یکشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې وژل شوو سرتیرو په ډیرو خواریو سره له دې هېواده دفاع وکړه. جنرال جوزیف ډانفورډ وايي، د وژل شوو سرتیرو پر قربانیو باید سترګې پټې نه شي.