راپورونه وايي، د کينيا ځواکونه نن هم له هغو سوماليايي سخت دريځو وسلوالو سره په جګړه بوخت دي، چې درې ورځې مخکې يې پر يوه پلورنځي بريد وکړ او ٦٨ کسان يې ووژل.
پوځ پرون ناوخته وويل، د سخت دريځو له منګولو يې ”ګڼ“ برمته شوي کسان خوشې کړي، خو د شمېر په اړه يې معلومات ورنه کړل.
په القاعده پورې د تړلې ډلې الشباب وسلوالو، پر ويسټ ګېټ نومي پلورنځي د شنبې په ورځ يرغل وروړ.
د کینیا دفاعي ځواک پر خپله ټویټرپاڼه په خپاره شوي بیان کې ویلي چې ډېره برخه یرغمل ژغورل شوي او امنیتي ځواکونو د ودانۍ پر ډېره برخه ولکه ټینګه کړې ده.
د پوځ بیان زیاتوي چې د یرغمل نیونې د دې پېښې د ژرترژره پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي.
د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون په نیویارک کې د خبرو پرمهال دا حمله وغندله:
”زه د نایروبي پر ویست ګېټ پلورنځي پرونۍ حمله په سختو الفاظو غندم. دا عمدي عمل چې بې دفاع ملکیان پکې په نښه شوي، د پوره غندنې وړ دی او تنظیموونکي یې پاید ژرترژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي“
د یرغمل نیونې د دې پېښې په قربانیانو کې بريتانوي، کاناډايي، چینايي، فرانسوي هندي او هالنډي اتباع هم شامل دي.