جرمني: د انګېلامېرکل ګوند به ښايي د قاطع اکثریت په ګټلو بریالی شي

د جرمني د یو ټلویزیون چینل د خبر له مخې د دې هېواد د پارلماني انتخاباتو اټکلي نتایج ښيي چې؛ د انګېلامېرکل محافظه کار ګوند به ښايي د یوه حیرانوونکي قاطع اکثریت په ګټلو بریالی شي.

ARD ټلویزیون اټکل کوي چې د مېرکل مسیحي دیموکراتیک اتحاد ښايي په سلو کې د ۴۲.۵ رایو په ګټلو بریالی شي.

که دا اټکل دقیق وي نو مېرمن مېرکل به د دوهمې نړیوالې جګړې له ختم سره سم د جرمني له لیډر کنراد ادېناویر وروسته یوازینۍ صدراعظمه وي چې له وړو ائتلافي شریکانو پرته حکومت کوي.