د عراق د کردستان د پارلماني انتخاباتو د رایو شمیرل دوام لري

د عراق د کردستان د سیمې د پرونیو پارلماني انتخاباتو د رایو شمیرل دوام لري.

چارواکو نن وویل، په دغو انتخاباتو کې د خلکو ونډه نږدې ۷۴ په سلو کې وه اوپه دغې پروسه کې کومه لویه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

ملګرو ملتونو په ښه توګه د عراق د کردستان د انتخاباتو د ترسره کیدو ستاینه کړې ده.

دا له ۲۰۰۹م کال راپدیخوا د کردستان د خپلواکې سیمې لومړني انتخابات دي.

تمه ده چې، د مسعود برزاني په مشرۍ د کردستان د ډیموکراتیک به په نوي پارلمان کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي.

د عراق کردستان خپل امنیتي ځواک او د ویزې جلا سیسټم لري.

د عراق مرکزي حکومت او کردستان د تیلو د زیرمو او د کرکوک ښار په شمول د مځکې د ملکیت پر سر په خپلو کې یو لړ اختلافات هم لري.