د کاپیسا ولایت په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي دي

د کاپیسا چارواکي وايي چې، په نجراب ولسوالۍ کې د تیري یوې اونۍ په تصفیوي عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول همایون رشیدي ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ په دې عملیاتو کې ۲ محلي پولیس هم وژل شوي او درې عام وګړي ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ په نښته کې ۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند احمد ضیاه عبدالزي نن ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ په دې دري ساعته نښته کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

خو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ویلي.