د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف) د افغانستان په ختیځ کې د خپلو درېیوعسکرو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د ایساف اعلامیې په دې ارتباط نور جزیات نه دي خپاره کړي؛ خو وايي چې حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یوه وسله وال سړي کړې وه.
خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې؛ پيښه د پکتیا په مرکز ګردیز کې شوې ده.
یوه بل چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ ویلي چې، د ناټو پر دې عسکرو حمله د پوځي روزنې په یوه مرکز کې شوې ده. د ناټو خبرپاڼه وايي، د پيښې په اړه څیړنه کوي.