د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان په جمهوري ریاست له دې امله انتقاد وکړ چې؛ د هالنډ له خوا په کمونیستي رژیم کې د یو شمېر وژل شویو کسانو د لست د خپرېدو د مسالې په اړه چوپ پاتې دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون رییسه وايي؛ د افغانستان جمهوري ریاست باید د هغه لست په اړه چوپ نه وو پاتې شوی چې؛ د هالنډ لویې څارنوالۍ خپور کړی او باید چې د افغانستان خلکو ته یې تسلیت ویلی و.
د هالنډ لویې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د هغو شاوخوا پنځو زرو کسانو لست خپور کړ چې؛ په ۱۳۵۷ او په ۱۳۵۸ کال کې د وخت د رژیم له خوا وژل شوي وو.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ډاکټرې سیما ثمر د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې له جمهور رییس نه یې غوښتي وو چې؛ په دې اړه خلکو ته تسلیت ووايي:
"سره له دې چې ما شخصاً د تیرې سې شنبې په ورځ له جمهور رییس سره په تلیفون خبرې وکړې او ترې ومې وغوښتل چې، که کیدای شي د افغانستان غمیدلو خلکو ته دې د تسلیت یو پیغام ورکړي او د جمعې په ورځ دې په د جوماتونو کې د قران کریم ختمونه وکړي، دا خبره یې ومنله، خو له بده مرغه نه ولسمشر او نه هم ځینو نورو کسانو چې ادعا کوي، افغانستان رهبري کوي، خلکو ته د تسلیت هیڅ پیغام وا نه ستاوه."
اغلې سمر چې په کابل کې یې یوې غونډې ته وینا کوله؛ دا خبره ذکر نه کړه چې، د هغو کسانو سره باید څه وشي؛ چې په دې وژنو کې یې لاس درلود؟
د هالنډ لویې څارنوالۍ دا لست تیر اونۍ خپور کړ.
په دې لست کې د پنځو زرو هغو کسانو نومونه شامل دي چې؛ د نور محمد ترکي او حفیظ الله امین له خوا د هغه وخت د استخباراتي شبکو له خوا وژل شوي دي.
بل خوا د سیما سمر د انتقاد په ځواب کې د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ازادي راډیو ته وویل؛ د هالنډ حکومت دا لست پر افغان دولت د سیاسي فشار راوستلو لپاره خپور کړی دی.
نوموړي چې د نوم له خپریدو یې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې؛ د هالنډ حکومت ډیر پخوا دا لست د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون ته سپارلی و؛ خو پوښتنه دا ده ولې یې اوس خپور کړ.
خو د هالنډ د حکومت چارواکو ویلي؛ دا لست یې د دې لپاره خپور کړ تر څو د یو شمېر هغو خلکو تکلیف ختم شي چې؛ اوس هم د خپلو ورکو عزیزانو په انتظار دي.
بل خوا د ولسي جرګې ځینو غړو د شنبې په ورځ وویل؛ هغه کسان باید محاکمه شي چې؛ په دې وژنو کې یې لاس درلود.
د ولسي جرګې یوې غړې نیلوفر ابراهیمي وویل:
"لکه څرنګه چې دا په هیواد کې له ملي جنایتونو څخه دي او اکثره دا جنایتکاران چې ژوندي؛ اوس هم په حکومت کې کار کوي، که څه هم په تیره دوره کې ولسي جرګې د ملي مصالحې، عمومي بخښنې او ملي ثبات په نوم قانون تصویب کړ؛ خو هیره نه کړﺉ، چې دا جنایتکاران خپل وجدان ته ملامته دي او په دې قانون کې هم حق العبد خوندي دي."
پر افغان دولت تل انتقادونه شوي چې؛ د انتقالي عدالت د پلي کولو او د جنګي مجرمینو د محاکمه کولو لپاره سیاسي اراده نه لري.
ځینې کتوونکي د دې اساسي علت دا بولي چې په حکومت په خپله هغه کسان شامل دي چې؛ د تیرو درېیو لسیزو په جګړو کې یې لاس درلود.
خو افغان چارواکي دا ادعاوې ردوي او وايي، د هر چا په اړه چې د جنګي جنایاتو اسناد وړاندې شي، دوی به یې محاکمه کړي.
راپور: مرضیه اجمدزۍ