د سپټمبر۲۱مه د سولې نړېواله ورځ
Your browser doesn’t support HTML5
نن د سپټمبر یوویشتمه د سولې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
په تیرو کلونو کې به د سولې نړیواله ورځ په کابل کې د افغان دولت او ځینو نړیوالو سازمانونو له خوا په خاصو غونډو سره لمانځل کېده، خو سږ کال داسې ونشو.
په تیرو څو کلونو کې په دې ورځ په افغانستان کې د یوې ورځې لپاره اوربند هم کېده.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې؛ روانه اونۍ د سولې په نوم نومول شوې ده او د دې اونۍ د لمانځنې لپاره بیلابیل پروګرامونه په پام کې نیول شوي.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي چې؛ په بیلابیلو ولایتونو کې به د دیني عالمانو غونډې جوړې شي او د سولې په اهمیت به په کې خبرې وشي.