سوریې د خپلو کیمیاوي وسلو ځیني جزییات په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته سپارلې دي.
دغه سازمان ویلي، هیله ده چې دمشق به نور اسناد هم دوی ته وسپارې. دوی په مشخص ډول نه دي ویلي چې؛ کوم اسناد به ترلاسه کړي.
د کیمایوي وسلو د مخنیوي سازمان به د راتلونکي اوونۍ په سرکي د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو او لیستونو په اړه غونډه وکړي او د دغه هېواد د کیمیاوي وسلو د لري کولو په اړه د روسیې او امریکا د پلان د عملي کولو پر لارو چارو به هم بحث وکړي.
په دغه پلان کې سوریې ته تر نن (شنبې) پورې وخت ورکړ شوی چې؛ د خپلو کیمیاوي وسلو د ټولو زیرمو لست باید وسپاري.
امنیتي کارپوهان وایي، سوریه د شاوخوا زر ټنه سارین او VX زهري غازونو زیرمې لري. دا هغه غازونه دي چې، د ملګرو ملتونو پلټونکو د راپور له مخې د اګست د ۲۱مې حملې کې استعمال شوي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال سرګي لافورف سره په ټيلفون کې خبري وکړې او د همکارۍ پر دوام سلا شول:
"زه باید دومره ووایم چې، نن سهار مې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لافروف سره اوږدې خبرې وکړي. موږ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او دواړه سلا شولو چې؛ نه یوازې به د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د اصولو د عملي کولو په کار کې همکاري کوو او پر مخ به ځو، بلکه دغه راز به د هغه پریکړه لیک په اړه هم همکاري کوو چې؛ په ملګرو ملتونو کې جدي او قوي وي."
جان کري د سپټمبر په ۱۹ ویلي وو؛ په دې کې هیڅ شک نشته چې د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.