"جمهوري ریاست د ملا برادر د ازادولو هرکلی کوي"

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي د ملا عبدالغني برادر د ازادولو هرکلی کوي او د نوموړي خلاصون د خپلو څو کلونو هلو ځلو نتیجه بولي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کي تمه وښودله چي ملا برادر به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي، دوی ته مهمه داده چې نوموړی د سولې له پروسې سره یو ځای شي، مصوون وي او د سولې شورا ورسره هر وخت چې وغواړي تماس ونیولی شي.

ایمل فیضي وايي،په دې صورت کې چې ملا برادر د پاکستان په ګډون په هر اسلامي ملک کې چې وغواړي اوسیدلای شي.

نوموړي په دې اړه زموږ همکار احمدزبیرژمن ته په مرکې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

د ملا برادر د ازادولو په اړه له اېمل فیضي سره مرکه