په بدخشان کې اووه تنه تښتول شوي افغان سرتیري بېرته خوشې شول

د بدخشان امنیتي مسوولین وایي، هغه اوه تنه افغان سرتیري چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ د سپين ږیرو په هڅو بېرته خوشې شول.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وایي چې؛ دغه سرتیري د تیرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

هغه وویل چې، دا مهال د سیمې امنیتي وضعیت ښه ده او په راتلونکې کې به د وسله والو مخالفینو په وړاندې تصفیوي عملیات وکړي.

څو ورځې مخکې په وردج ولسوالۍ کې اتلس پولیس د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شول.