ایوانووف: په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره ټنه نشه یي مواد ذخیره شوي

د روسیې د نشه یي موادو د مخنیوي فدرال ادارې مشر وایي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې د نشه یي موادو په تولید او ټرانزیټ کې کوم د نظر وړ بدلون رانه شي.

"ویکتور ایوانووف" زیاته کړه، په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره ټنه نشه یي مواد ذخیره شوي او قاچاق وړونکي یې د نورو حاصلاتو یا کروندو اړتیا نه لري.

د روسیې د نشه یي موادو د مخنیوي فدرال ادارې مشر وایي، په افغانستان کې د نشه یي موادو پر لابراتوارونو باندې د ایتلافي ځواکونو حملې د نشه یي موادو ضد مبارزې کې د حل یوازینۍ لار ده.

ایوانووف دغه راز وویل، افغان امنیتي ځواکونه په یوازې ځان د نشه یي موادو پر ضد مبارزه پر مخ نه شي وړلاي او روسیې آیساف ته وړاندیز کړی چې؛ په افغانستان کې د نشه یي موادو لابراتوراونه باید له منځه یوسي.

ایوانوف وایي، د روسیې د نشه یي موادو ضد پولیسو یوازې د سږ کال په اوړې کې د افغانستان یو ټن نشه یي مواد نیولي دي. د دې موادو څه باندې ۱۵۰ کیلو ګرامه د مسکو په ساحې او شاوخوا ۳۰ کیلو یي په سنټ پیترزبرګ ښار کې نیول شویدي.

د ایوانوف په وینا، په افغانستان کې دنشه یي موادو شاوخوا دوه زره لابراتوارونه موجود دي.