حامد کرزی: د سولې لپاره اوږده لاره وهل شوې

جمهور ریس حامد کرزی وايي د سولې لپاره اوږده لاره وهل شوې او هیله لري چې ډير ژر به سوله ټینګه شي.

ښاغلي کرزي نن په کابل کې د سولې دعالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو د کلیزې په مراسمو کې خبرې وکړې.

جمهور ریس حامد کرزي وویل، افغانانو د سولې او ثبات لپاره زیاته قرباني ورکړه او اوس د دې وخت را رسیدلی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو بنسټ ټینګ شي.