د پاکستان په پيښور او کراچي ښارونو کې پر دوو مسجدونو په حملو کې څلور تنه وژل شوي دي.
دواړه حملې پرون شوې دي.
ویل کیږي چې؛ په پيښور کې د حملې هدف د ملایانو یوه ډله وه چې د تبلیغ لپاره په کلیو ګرزیدل.
ویل کیږي چې؛ په موټر سایلکو سپرو کسانو د مسجد منځ ته لاسي بمونه ور وغورځول چې په چاودنه کې یې درې ملایان ووژل شوی او پینځلس تنه زخمیان شول .
په کراچي کې حمله د شیعه ګانو پر جومات وشوه چې یو تن په کې ووژل شو او نهه تنه زخمیان شول . هیڅ یوې ډلې د دې حملو مسولیت نه دی اخیستی.