د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي د ایران د نوي ولسمشر خبرې مثبتې وې.
جان کري پرون په واشنګټن کې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني د دې وینا په اړه چې حکومت به یې هیڅ کله هم اتمي وسلې جوړې نه کړې ، خبریالانو ته وویل:
(زما په فکر د روحاني خبرې ډیرې مثبتې وې خو هر څه باید وازمویل شي ، وبه ګورو چې کوم لوري ته ځو ، په سمه موقع کې به سپینه ماڼۍ او د بهرنیوچارو وزارت ووايې چې په کومه روان یو. )
په عین حال کې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، د روحاني دا ژمنه چې وايي اټومي وسلې جوړول نه غواړي د نړۍ د غولولو لپاره یوه بله هڅه ده.
د اسراییل د حکومت ویاند مارک ریګیف پرون په بیت المقدس کې د رویټرز خبري اژآنس ته وویل چې د ایران نوې رهبري یوازې د نورو د غولولو په خاطر خوږې خبرې کوي:
(ساده حقیقت دا دی چې ایران د یورانیموغني کولو ته دوام ورکوي، په شدت د اتمي وسلو درلودلو په خاطر هڅو ته دوام ورکوي او دا باید ودریږي.)
اسراییل، امریکا او یو شمیر لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي خو ایران وايي د اټومي پروګرام اهداف یې سوله ییز دي.