زاهد د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، دی وايي چې زموږ په کلي کې د ښادۍ او غم لپاره ځینې خاص تړونونه شته، چې څوک ترې سرغړونه نشي کولی، همدا علت دی چې چا ته د چا ازار نه رسیږي.
د کابل امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داوود آمین د بریو او خوښیو لمانځل د خلکو حق بولي، خو له هغو کسانو چې په ډزو یې لمانځي غواړي چې د نورو له ځورولو او د وسلې له کارولو دې لاس واخلي.
یو ځوان مخترع
کاش د ټوپک ډز او د وسلې نوم او نښه له نړۍ ورکه شي. نه پوهیږم چې په ځینو یې غږ او نوم ښه لګي که څنګه؟ ځینې ځوانان بری او خوشالۍ داسې لمانځي چې د ډیرو زړونه ازاروي او په اصطلاح د خلکو ښېرا اخلي. په همدې موضوع له ځينو ځوانانو او امنیتي کسانو سره مرکې لرو. تر څنګ یې یو داسې کندهاری ځوان در پيژنو چې څو اختراعات یې کړي دي.
بشیر احمد د کندهار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی او د میخانيکي لیسې د بریښنا څانګې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی. دی وايي چې انسان یو کنجکاو (پلَټونکی) موجود دی، غواړي ډیرو پوښتنو ته ځوابونه ومومي. دی وایي چې له میخانيک سره مې له ماشومتوبه مینه وه.بشیراحمد په خپله کم عمرۍ کې درې اختراعات کړي دي. یو لمریز یخچال یې جوړ کړی، بل یې یو ریموټ کنټرول ګورپ جوړ کړی، چې نږدې په شپږ متره فاصله کې کار کوي او دریم یې هم د میتان (بایو) ګاز اله جوړه کړې، چې د څارویو د فضله موادو او بوټو د تجزیه کیدو په مرسته ترلاسه کیږي.
دی وايي چې د انسان په خلقت کې توپیر نشته، خو څوک له خپلو وړتیاو کمه او څوک ډیره ګټه اخلي. څوک خپل فکر ډیر او څوک یې کم په کار اچوي او زیاتوي چې تر یوه کار کولو وړاندې د هغه د ترسره کولو لپاره کلک هوډ ضروري دی، بشیراحمد همدا راز نور ځوانان هڅوي چې يوازې تر کتاب او کتابچې دې ځانونه نه محدودوي.
بشیراحمد په راتلوونکي کې د یوه داسې لمریز یخچال د جوړولو په هڅه کې دی چې د لمریزې بریښنا په ډیر کم مصرف کار وکړي او خلک ترې ګټه واخلي.