د ولسمشر حسن روحاني د وروستۍ وینا په اړه نړیوالو غبرګونونه

د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وروستۍ وینا په اړه چې وايي حکومت به یې هېڅکله اټمي وسله جوړه نه کړي نړیوالو غبرګونونه څرګند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د چارشنبې په ورځ په ټلویزیوني مرکه کې د روحاني خبرې مثبتې وې، خو ده خبرداری ورکړ چې؛ هرڅه باید د عمل په ډګر کې وازمېیل شي.

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ راسموسن وویل، چې دی له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې د ولسمشر روحاني خبرو هیله من کړی.

ښاغلي روحاني وویل، دی دا صلاحیت لري چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په برخه کې له لویدیځ سره یوې موافقې ته ورسيږي.

خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، د روحاني دا ژمنه چې وايي ایران د اټومي وسلې جوړول نه غواړي د نړۍ د غولولو لپاره یوه بله هڅه ده.

اسراییل او د امریکا په ګډون نور لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې؛ ایران د اټمي وسلې د جوړولو هڅه کوي خو ایران وايي د اټومي پروګرام اهداف یې سوله ییز دي.