د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د سوریې د کیمیاوي وسله د له منځه وړلو لپاره د هغې موافقې د عملي کولو په مقصد اقدامات ترسره کړي چې د امریکا او روسیې په مرسته جوړه شوه.
ښاغلي کري پرون خبریالانو ته وویل، امنیت شورا باید داسې یو پرېکړه لیک جوړ کړي چې له مخې یې که ولسمشر بشارالاسد له خپلې ژمنې اوړي باید پرضد یې پوځي اقدام په پام کې ونیول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ملګروملتونو وروستی راپور ثابتوي چې د اګست په یوویشتمه دمشق ته نژدې زهرجن ګاز حمله چې امریکا وايي، له یوزر او څلور سوو زیات کسان یې ووژل د اسد حکومت کړې وه.
کري هغه ادعاوې چې ګنې دا حمله د بشاراسد د رژیم د مخالفینو له خوا ترسره شوې ده رد کړې.
د کري له وینا مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وویل هغو کسانو چې د اګست د یوویشتمې حمله یې کړې ده، له هغې بدوي او وروسته پاتې وسلې څخه کار اخیستی چې د سوریې پوځي ځواکونه نورنو کار نه ترې اخلي.