په ننګرهار کې د سولې اونۍ ونمانځل شوه

د ننګرهار دسولې ولایتي کميټې مشر ملک نظير د سولۍ اونۍ د نمانځنې په غونډه کې وویل دوی په پام کې لري،چې راتلوونکې یوه اونۍ په بشپړه توګه ځينې پروګرامونه ترسره کړي،چې په ټولو کې به د سولې راوستو شعار وي.

د وینې ډالۍ،د سولې د راوستو په موخه د ځوانانو لاریون،په مسجدونو کې د دينې علماو لخوا د سولې پر ارزښت غږيدل،په سوله کې د ښځو د ونډې په خاطر کنفرانس،د تسلیم شویو وسلو نندارتون،د لروپرتو سیمو قومي مشرانو سره ګډې ناستې او په وروستۍ برخه کې د سولې تر عنوان لاندې د یوې مشاعرې ترسره کول د راتلوونکې اونۍ مهم پروګرامونه ياد شوي.

د سولې اونۍ نمانځل له هغه وخته پيل شول،کله چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شو.