هلمند: د عملیاتو په نتیجه کې د سنګين ولسوالۍ له وسلوال طالبانو پاکه شوې

د هلمند چارواکي وايي چې د شپږو میاشتو پوځي عملیاتو په نتیجه کې اوس ددې ولایت سنګين ولسوالۍ له وسلوال طالبانو پاکه شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه اوس په سیمه کې د خپلو پوستو او مرکزونو په جوړولو لګیا دي.

هغه وویل د بهرنیو او افغان طالبانو چې غوښتل یې د سنګين ځینې سیمې ونیسي، مخه نیول شوې ده.

بل خوا د سنګین د ټولنیزې شورا رییس حاجي محمد داود ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د سنګین ځینې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو ویلي چې؛ په سنګين کې جنګ روان دی او وسلوال یې مقاومت کوي.