ملي پوځ چې د هېواد د ځمکنې تمامیت او ملي حاکمیت د دفاع او ساتنې دنده لرې تر ډيره حده یي په خپلو دندو کې پرمختګ کړی دی.
افغان پولیس چې؛ اصلا باید د قانون د عملي کوونکو یا پلي کوونکو، د امنیت او نظم د ساتلو، تعقیب او کشف دندې پر مخ بوزي، نن سبا له وسله والو مخالفانو سره په جبهو کې په جګړو کې ښکیل دي، دا فرصت ورته نه دی برابر شوی چې خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړي.
د کار پوهانو په وینا، د افغانستان جګړه تر ډيره حده استخباراتي او نیابتې جګړه ده او ګاونډیان نه غواړي چې افغانستان دې یو غښتلی، منظم او په ملي روحیې سمبال ملي پوځ او ملي پولیس ولري.
اصلې پوښتنه دلته ده چې افغان حکومت د ملي پوځ، ملي پولیسو او ملي امنیت د سرتیرو او افسرانو د صادقانه خدمت د قدردانۍ او ستاینې لپاره کوم پروګرام یا پروګرامونه تر لاس لاندي نیولې؟
ایا حکومت تر اوسه د ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ د نږدي والې او همکارۍ زیاتولو لپاره د نظر وړ کار کړی؟
دا او نورې پوښتنې به له درنو میلمنو سره په خبرو کې ځواب شي.