د کونړ ولایت اوسیدونکي په دې ولایت کې د ځینو نویو جوړ شویو سړکونو د بیرته خرابیدو په اړه شکایت کوي.
د کونړ ځینو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ په دې ولایت کې سړکونه د امریکايي ځواکونو له خوا جوړ شوي وو، خو په دې وروستیو کې یې ځینې د افغان حکومت د نه پاملرنې له امله خراب شوي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله بیا دا ستونزې مني او وايي چې له فواید عامې وزارت نه یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې اړه اقدام وکړي.
اخوا د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې قومي شورا ددې ولایت د فواید عامې ریاست تورنوي چې د سړک د جوړیدو لپاره یې شاوخوا 29 میلیونه افغانۍ منظورې شوې پيسې د سړک په جوړولو نه دي لګولي.
د زرمت قومي شورا وايي چې زرمت ولسوالۍ ته غځیدلی سړک د امریکايي ځواکونو له خوا جوړ شوی او د دولت له خوا ورته بیلې شوې پيسې شخصي جیبونو ته تللي.
خو د پکتیا ولایت د فواید عامې ریاست دا تورونه ردوي او وايي، د دولت لخوا ددې سړک د جوړیدو مکمل اسناد لري.