کاپیسا: په نجراب ولسوالۍ کې دیارلس وسلوال طالبان وژل شوي دي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دیارلس وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د کاپيسا د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله حمیدي ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تیره شپه د شوي چې څلور نور وسلوال پکې ټپيان شوي هم دي.

د ښاغلي حمیدي په خبره په وژل شویو کې د طالبانو له خوا نجراب ته نومول شوی ولسوال قاري محب الله هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.