زر تنه فعالې ښځې به د انتخاباتو په اړه په یوې غونډې کې خپل نظریات او اندیښنې څرګندې کړي

تمه ده څه باندې زر تنه فعالې ښځې نن د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یوې غونډې کې خپل نظریات او اندیښنې څرګندې کړي.

د افغان میرمنو روغتیايي او تعلیمي سازمان په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، دا افغان میرمنې به په راتلونکو انتخاباتو کې د میرمنو د پراخې ونډې اخیستنې، د شفافه او سرتاسري انتخاباتو په ترسره کیدو، د انتخاباتو د پروسې د امنیت د تامین او د انتخاباتو په اړه د ورپیښو اندیښنو د څرګندولو په هدف نن په کابل کې غونډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې تمه ده د غونډې په پای کې د دغو افغان میرمنو غوښتنې او اهداف په یوه پریکړه لیک کې وړاندې شي.