د امنیسټي انترنشنل په ګډون د بشري حقونو ډلو په ایران کې د یو شمېر سیاسي بندیانو د خوشې کیدو هرکلۍ کړی دی.
د بشري حقونو پیژندل شوې فعاله او مدافع وکیله نسرین ستوده هم له زندانه د خوشې شویو بندیانو په ډله کې ده.
دغه بندیان چې شمېر یې یولس تنه ښودل شوی، د امنیتي تورونو له کبله چې په ایران کې اکثره وختونه د فعالانو پر ضد کارول کیږي، په زندان محکوم شوي و.
د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انترنشنل وویل، د ستوده او نورو بندیانو خوشې کیدل باید په ایران کې په سیاسي او د بشري حقونو او د انتقاد کونکو او سوله ییزو فعالانو په وړاندې د چارواکو د چلند د څرنګوالي په برخو کې یو اساسي بدلون وګڼل شي.
ستوده چې؛ په ۲۰۱۲ م کال کې یې د سخروف جایزه ګټلې وه په شپږ کاله بند محکومه شوې وه.
نوموړې په ۲۰۱۰ م کال کې ونیول شوه او د ایران ملي امنیت ته د ګواښ په شمول په بیلابیلو جرمونو محکومه شوې وه.
یو بل خوشې شوی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی اصلاح غوښتونکې مرستیال محسن امین زاده دی.
دا کسان په ایران کې د ولسمشر په توګه د حسن روحاني له انتخابیدو وروسته خوشې کیږي چې ژمنه یې کړي د ایران د خلکو بشري حقونه به تامین کړي.