د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي اډو پر امنیت د بیا غور کولو حکم شوی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هیګل د واشنګټن په یوې سمندري پوځي اډې کې د ډزو له ویرونکې حادثې وروسته چې ۱۳ کسان په کې ووژل شول، په ټوله نړۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي اډو پر امنیت د بیا غور کولو حکم کړی دی.

هیګل د چارشنبې په ورځ د هغو کسانو د جنایي سوابقو او اسنادو د بیا کتنې حکم هم ورکړ چې د امریکا پوځي اډو ته د ننوتلو اجازه لري.

د امریکا د دفاع وزیر ددې مسلې د څیړنې لپاره یوه خپلواکه کمیټه هم ټاکلې ده.

نوموړی ویلي، دا ډله کولای شي په شته امنیتي سیستم کې نیمګړتیاوې معلومې کړي چې؛ د له منځه وړلو هڅه یې وشي.

د دوشنبې په ورځ د ارون الکسیس په نوم یو احتیاطي امریکايي سرتیری په واشنګټن کې د امریکا یوې پوځي سمندري اډې ته ننوت اوبې دریغه ډزې یې پیل کړې.

څلوردیرش کلن ارون الکسیس وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو. نوموړې د سمندري ځواکونو یو بااعتباره کارت درلود چې په وسیله یې دې پوځي اډې ته ننوتی و.