پاکستان: پر ګډه پوله افغان ځواکونو پنځه پاکستاني وژلي دي

پاکستاني چارواکې ادعا کوي چې؛ د افغانستان سره په ګډه پوله د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د دې هېواد پنځه اتباع وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مسول ته ویل شوي چې؛ د بلوچستان ایالت په ژوب په سیمه کې د چارشنبې په ورځ دا پېښه د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسولی شي.

د دې په اړه چې پرون دا پېښه چېرې رامنځ ته شوې افغان او پاکستاني چارواکې ضد و نقیص څرګندونې کوي، د بلوچستان ایالت د ژوب پاکستاني امنیتي چارواکې وايي، هغو کسانو چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې په تن و د قمرالدین کاریز په نوم کلي کې یې پنځه تنه ملکېان وژلي.

د دوی په وینا د دې کلي څو نور اوسیدونکې ټپیان شوې هم دي.

خو د پکتیکا د ولایت د امنیې قومندان دولت خان ځدراڼ وايي، دا کسان طالبان وو، چې د افغان ملي اردو سرتیرو له خوا وژل شوي دي.

د ځدراڼ په وینا د درې وژل شویو کسانو مړي لا هم د افغانستان په خاوره کې پراته دي.

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې یو بل د ډیورنډ له کرښې د وسلوال د وراوښتو له کبله ملامتوي.