ضرار احمد مقبل د ۲۶ عام المنفعه پروژو د عملي کولو تړون لاسلیک کړ

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د ۲۶ عام المنفعه پروژو د عملي کولو تړون نن لاسلیک کړ.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل د دې تړون د لاسلیک کولو پر مهال هیله څرګنده کړه چې د دې پروژو پلي کول د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه پروژې چې په بیلابیلو ولایتونو کې پلي کیږي، څه باندې څلورنیم سوه میلون افغانۍ ارزښت لري چې د امریکا لخوا ورکول کیږي.